په پروان کې د تښتول شویو انتخاباتي کارکوونکو برخلیک لا نه دی څرګند
په پروان کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولایتي دفتر د ۸ تښتول شویو کارکوونکو برخلیک لا نه دی څرګند.
وسله والو طالبانو د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر ۸ موقت کارکوونکي د پروان د شینوارو ولسوالۍ د نمک اب د سیمې له انتخاباتي دفتره وتښتول.
د یوه تښتول شوي وګړي پلار شمس الدین پرون د اکټوبر په اووه لسمه ازادي راډیو ته وویل: "زوی مې مکتب خلاص کړی و او کراچۍ یې چلوله، د کور د خرڅ لپاره یې په انتخاباتو کې کار ونیو، ورک شو او درک یې لا نه دی معلوم."
په پروان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولایتي دفتر مشر عبدالوهاب قهار ساپي ازادي راډیو ته ویلي چې د قومي مشرانو په منځ ګړیتوب د خپلو کارکوونکو د خلاصولو هڅې روانې دي.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د تښتول شویو کسانو د خلاصولو لپاره دې پوځي عملیات نه کوي.
ولي زاده وویل، داسې رپوټونه ورته رسېدلي چې وسله والو طالبانو د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو لپاره پيسې غوښتې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.