پاکستان د مالي څار د نړیوالې ادارې د پرېکړې په تمه دی
پاکستان د دې په تمه دی څو پوه شي چې ایا په نړۍ کې د مالي څار د ادارې د هېوادونو له لېسته د وتلو لپاره یې چې د ترهګرۍ پر تمویل بشپړ کنټرول نه لري، کافي اقدامات کړي که نه؟
د مالي څار دا کاري ډله چې مرکز یې په پاریس کې دی، نن جمعه خپله پنځه ورځنۍ غونډه پای ته رسوي.
ټاکل شوې دا اداره نن پرېکړه وکړي چې اسلام اباد د څارنې له لېسته وباسي او یا یې د شمالي کوریا او ایران سره په تور لېست کې شامل کړي.
په نړۍ کې د پیسو سپینولو د څار دې ادارې تېر کال پاکستان د ترهګرۍ د تمویل په خړ لېست کې چې د څارنې لېست دی، شامل کړ، څو پر اسلام اباد فشار راوړي چې له ترهګرو ډولو سره خپل ملاتړ بس کړي.
په نړۍ کې د مالي څار په دې اداره کې ۳۵ هېوادونه او دوه سیمه ییز سازمانونه غړیتوب لري.
دوی له بانکونو او نړیوالو پانګوالو غواړي چې په هغو هېوادونو کې پانګونه ونه کړي چې د دې ادارې د څار په خړ لېست کې شامل وي.