د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي
د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د یاد ولایت د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
نن د پنجشنبې په ورځ د لوګر د امینې قوماندانۍ له رسنیز دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عملیات د پولیسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو له سیمې څخه یو شمېر ماینونه هم ترلاسه کړي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.