د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین عربي متحده اماراتو ته رسېدلی
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې متحده عربي اماراتو ته د پوتین لومړی رسمي سفر دی.
پوتین د سعودي عربستان له پلازمېنې، ریاض څخه د ابوظبۍ پر لور روان شو.
هغه ته د هرکلي لپاره د ابو ظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان هوايي ډګر ته ورغلی و.
ولادیمیر پوتین په سعودي عربستان کې له پاچا او ولیعهد سره وکتل.
مسکو هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.