د ټاکنو کمیسیون د رأی ورکولو ٪۸۵ محلونو بیومټریک معلومات مرکزي سرور ته لېږدولي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ تردې مهاله د ۲۲ زره او ۵۸۸ محلونو د رایو بیومټریک اطلاعات ددغه کمیسیون عمومي سرور ته انتقال شوي دي. په دغو محلونو کې څه باندې یو میلیون او ۷۳۷ زره رایې کارول شوي دي.