په خوست کې درې سړي تښتونکي ونیول شول
د یکشنبې په شپه درې سړي تښتونکي چې اوونۍ وړاندې يې یو کس د خلبیسات له بازاره تښتولی و، د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا ونیول شول او تښتول شوی کس یې له منګولو خلاص شو.
یاد کسان نن د یکشنبې د ورځې ماسپښین د خوست د ملي امنیت ریاست په انګړ کې خبریالانو ته وښودل شول.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان ازادي راډیو ته وویل چې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی کس د وچې مېوې کاروباري و او یوه اوونۍ مخکې د صبریو او یعقوبینو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات له بازاره د پنځو سړي تښتوونکو له خوا اختطاف شوی و.
نوموړی زیاتوي، درې کسان سړي تښتونکي باالفعل نیول شوي او د نورو په نیولو پسې هم هڅې روانې دي.
د یو بل خبر له مخې، نن ماسپښین د پولیسو له خوا د لکڼو د سرحدي سیمې د موریخېلو خوړ کې د وسایطو ضد ماینونو یو زېرمتون کشف او ونیول شو.
د خوست د امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونیار نجیب الله عیني وايي چې وسله والو مخالفینو غوښتل چې یاد ماینونه د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي چې د کشفي معلوماتو پر اساس کشف او ډېریو ته يې په هماغه سیمه کې چاودنه ورکړل شوه.