چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۷ طالبان وژل شوي
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په ورځ په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، تېره شپه ځانګړو افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند په تاسنګ، بالای او ولنګیر سیمو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ یې ۷ تنه وسله وال وژل شوي.
د نوري په خبره، ۱۵ کړۍ ماینونه او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.