لویه څارنوالي: د ټاکنو کمېسیون د ای ټي د مشر دوسیه نه ده را رسېدلې
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي په يوه غږیز پيغام کې نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې تړاو له دوی سره لا څه نه دي شریک کړي.
بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفتر صلاحیت نه دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر کوم رئیس دې لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني.
د دې کمېسیون يوې ویاندې شیما عالم سروش ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ای ټي مشر محمد کبیر پناهي په عادي ډول خپل کار ته دوم ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل د ولایتي شکایتونو کمېسیون څو ورځې وړاندې وویل چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ د بایومټریک معلوماتو د ثبت په سېستم او د رأی ورکوونکو په لېستونو کې د ډېرو ستونزو رپوټونه ورته رسېدلي او له دې امله باید پناهي د تحقیق لپاره لویې څارنوالۍ ته واستول شي.