د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف نن محکمې ته ځي
ټاکل شوې ده چې نن د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف د فساد په تور محکمې ته حاظر شي.
د قرغزستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي اتمبایف ابتدايي محاکمه به په پلازمېنې بېشکک کې د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.
د بایرنچي مي سیمه ییزې محکمې ویلي، پر ۶۳ کلن المازبېک اتمبایف لګېدلو تورونو کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مجرمانو د یوې ډلې د مشر عزیز باتوکایف د غیر قانوني خوشې کولو تور شامل دی.
د اتمبایف وکیل ویلي، موکل یې د قتل د تنظیم، عامه ګډوډۍ او په خپل هستوګنځای کې د امنیتي ځواکونو د برمته کولو په شمول په ۱۳ نورو مواردو کې هم تورن دی.
د قرغزستان پخوانی ولسمشر المازبېک اتمبایف د روان کال د اګست په اتمه نېټه د ده د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له دوه ورځني اخ او ډب وروسته ونیول شو.