ایران: د عربستان په سواحلو کې د ایران په یوې بېړۍ کې چاودنه شوې
ایراني رسنۍ وايي، په سور سمندرګي کې د سعودي عربستان په سواحلو کې د ایران د تېلو په لېږدوونکې یوې بېړۍ کې چاودنه شوې او اور یې اخیستی دی.
راپورونه وايي، په دې ایراني ټانکر کې چاودنه د جمعې په ورځ د سعودي له بندري ښار جدې څخه نږدې سل کیلومتره لېرې شوې ده.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایسنا وايي، دې چاودنې د تېلو دې ایرانۍ بېړۍ ته دروند زیان اړولی دی او تېلو ترې په سره سمندرګي کې لارې کړي دي.
دې خبري اژانس زیاته کړې، د پېښې په اړه څېړونکو دا احتمال نه دی رد کړی چې چاودنه به د یو ترورېستي برید له کبله وي.
دمګړۍ د سعودي چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.