یوناما: د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو بریدونو ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د امریکايی ځواکونو له لوري د افغانستان په لویدیځ کې د نشه یې توکو د تولید پر فابریکو په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.