سبا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله عمان سره لوبېږي
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د عمان له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسوول شفیع شاداب نن (میزان ۱۷مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبه به د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۳۰ دقیقو پیل شي.
افغانستان او عمان د نړیوال جام مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې یو د بل پروړاندې میدان ته ځي.
د ښاغلي شاداب په خبره د اکتوبر په ۱۴ او ۱۹ به افغان ملي لوبډله له هندوستان او یو ځل بیا له عمان سره لوبې ولري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې له دې وړاندې له قطر او بنګله دېش سره لوبې درلودې چې له قطره یې ماته خوړلې وه او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې وه.