مسلمانانو سره ناوړه چلند؛ امریکا پر چینايي چارواکو د ویزې قیودات لګوي
د امريکا متحده ايالتونو ويلي، د چين د حکومت او کمونيست ګوند پر چارواکو به د ويزې قيودات ولګول شي.
امريکايي چارواکي فکر کوي چې دغه چينايي چارواکي د سین کیانګ په خودمختاره سیمه کې د اقليت مسلمانانو په نيولو او د هغوى په وړاندې په ناوړه چلند کې لاس لري.
دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه ناوخته وکړه.
امريکايي چارواکو مخکې ويلي چې د ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پر مسلمانانو د فشارونو په ارتباط د سین کیانګ د کمونيست ګوند د سکرټر چين قوانګو په ګډون پر چينايي چارواکو بنديزونه ولګوي.
تر دې يوه ورځ وړاندې په همدې تورونو د چين ٢٨ دولتي چارواکي او تجارتي سازمانونه د امريکا په تور ليست کې شامل کړاى شول.
په پام کې ده څو ورځې وروسته د امريکا او چين تجارتي هيئتونه په خپلو کې پر ګمرکي تعرفو خبرې وکړې.
خو د دغو بحثونو د نتيجو په اړه هیلې ځکه کمرنګه شوي چې د دواړو لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.