د کابل تیمورشاهي کې اورلګېدنې دوکاندارانو ته دروند مالي زیان اړولی
د کابل ښار په تیمورشاهي سیمه کې د تېرې شپې اورلګېدنې زیات مالي تاوانونه اړولي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، په تیمورشاهي سیمه کې د پلاستیکي توکو دوکانونو اور واخیست او اور وژونکو په ډېرې سختۍ له څو ساعتونو وروسته اور مړ کړ.
د ښاغلي فرامرز په خبره چې په دې پېښه کې څوک مړه یا ټپیان شوي نه دي خو هټیوالو او مارکېټونو ته زیات مالي تاوان اوښتی دی.
د کابل د لومړۍ حوزې شاوخوا سیمو کې ډېر تجارتي مارکیټونه او دوکانونه موجود دي خو ویل کیږي چې ګڼ دا مارکیټونه او ودانۍ پخواني دي او سم محافظتي سیسټم نه لري.
په دې سیمه کې مخکې هم څو واره اور لګیدلی چې ګڼو دوکاندارانو ته یې درانه مالي تاوانونه اړولي.