په عراق کې پرون د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر ۲۸ تنه و
په داسې حال کې چې په عراق کې د فساد او اوزګارتیا پرضد د مظاهرو لمن د دې هېواد جنوب ته غځېږي، د دولتي ځواکونو په ډزو د وژل شویو مظاهره چیانو شمېر پرون ۲۸ تنو ته ورسېد.
د روغتیايي مامورینو په وینا، په اخ او ډب کې همداراز ۶۰۰ تنه نور اعتراض کوونکي او دولتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
مظاهره چیانو پرون د حکومتي ځواکونو له خوا له اعلان شوي ګرځبندیز څخه سرغړونه وکړه او د درېیمې ورځې لپاره واټونو ته راووتل، خو پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز، د اوبو له پایپونو، ربړي مرمیو او حتی حقیقي مرمیو څخه کار واخیست.
د بښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو په جلا بیانونو کې دواړو خواوو ته د زغم سپارښتنه کړې.
په عراق کې روان اعتراضونه چې د سې شنبې په ورځ پیل شول، ورو ورو د جنوب سیمو ته چې ډېری اوسېدونکي یې شیعیه دي، د غځېدو په حال کې دي.