چارواکي: په هلمند کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي
افغان چارواکي د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په هوايي او توپچي حملو کې د یوه قوماندان په ګډون د اتو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي څانګه په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا عملیات پرون مازیګر د نهرسراج ولسوالۍ په سیدان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو ترسره شول چې په نتیجه کې یې طالب قوماندان رفیع الله له خپلو اوو ملګرو سره ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پرمهال ملکي وګړي نه دي زیانمن شوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.