چارواکي: طالبانو په فاریاب ولایت کې د ملکي وګړو کورونه سوځولي
افغان چارواکي پر طالبانو تور لګوي چې په فاریاب ولایت کې یې د ملکي وګړو کورونه سوځولي دي.
د شمال د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې طالبانو د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کته قشلاق سیمه کې د عامو وګړو کورونه د دولتي ځواکونو، سیمه ییز پولیسو او ولسي پاڅونوالو د کورونو په نوم سوځولي دي.
ده وویل: دهشتګر طالبان په هرځای کې چې ماتې وخوري، له خلکو یې تاوان اخلي، له بده مرغه دا ځل یې هم زموږ بېګناه هېوادوال د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په کته قشلاق سیمه کې بې کوره کړل.
طالبانو د دې تورونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
خواجه سبزپوش د فاریاب ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې د طالبانو فعالیتونه سږکال پکې خورا زیات شوي دي.