د طالبانو پلاوي د پاکستان له صدراعظم او د پوځ له مشر سره کتلي
د افغان طالبانو پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي او د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون یې ورسره په یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دا مهال له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دې هېواد پلازمېنې اسلام اباد کې دی.
که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي توګه د افغان طالبانو او عمران خان د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د (ټایمز اف اسلام اباد) په نامه د دغه هېواد ورڅپاڼې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د دې لیدنې په اړه لیکلي: عمران خان له افغان طالبانو سره په لیدنه کې د سیمې د امینیت او ثبات لپاره په افغانستان کې پر سولې ټینګار کړی او دا یې ضروري بللي دي.
عمران خان همداشان طالب پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د طالبانو له پلاوي سره د عمران خان په ملاقات کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم موجود و.
د ملا غني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي تر عمران خان مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل او د افغانستان د سولې د خبرو په ګډون یې ورسره په یو لړ مسایلو خبرې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستاني چارواکو له خوا د طالب پلاوي هرکلی د ډيپلوماتیکو اصولو خلاف کار بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول تګ راتګ د سولې له بهیر سره مرسته نشي کولی.