هانګ کانګ کې سلګونو کسانو د یوه ښوونځي مخې ته تحصن کړی
په هانګ کانګ کې سلګونو کسانو نن د هغه ښوونځي مخې ته تحصن پیل کړ چې ددې ښونځي یو اتلس کلن زده کوونکی د اعتراضونو پر مهال د پولیسو په ډزو ولګید.
روغتیایې چارواکي وایې د تسانګ چي کین روغتیایې حالت ښه دی.
پولیسو پرون د هغو اعتراضونو پر مهال ډزې وکړې چې د پولیسو په خبره تر ټولو تاوتریخجنې وې.
د هانګ کانګ پولیس وایي، په ټوله کې ۱۵ کسه په دې ترڅ کې روغتون ته وړل شوي او ۱۸۰ نور نیول شوي دي.
دوی وایې ۲۵ پولیس افسران هم په نښتو کې ټپیان شوي دي.
پروني اعتراضونه داسې مهال شوي چې چین د خپل واکمن کمونست ګوند د جوړیدو اویایمه کلیزه ونمانځله.
په هانګ کانګ کې د حکومت ضد مظاهرې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسي دوام لري.
دوی د هغه څه په اړه چې پر دې ښار یې د چین نفوذ بولي، اعتراض لري او د لا ډیرو مدني آزادیو غوښتنه کوي.