د ایران له خوا د بریتانیا نیول شوې بېړي د دُبۍ اوبو ته ننوته
دا بېړۍ تقریباً دوه میاشتې وړاندې د ایران سمندري ځواکنو بندر عباس ته نږدې نیولې وه.
بېړۍ د سپټمبر په ۲۷مه د ایران له اوبو وخوځېده او پرون د دُبۍ اوبو ته ورګډه شوه.
د متحده عربي اماراتو بندر ته د بېړۍ د رسېدو خبر په بېلابېلو وېبپاڼو خپور شوی دی.
د هغه شرکت مشر چې دا بېړۍ یې مربوطه ده، رسنیو ته ویلي چې ټول کارکوونکي يې ایران خوشې کړي، ښه دي او په امن کې دي.
په بېړۍ کې د سپرو کسانو نومونه نه دي خپاره شوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ویلي چې هېواد به یې له خپلو همکارانو سره په ګډه د بېړيو د امنیت د ښه کولو او د نړیوالو سمندري قوانینو د عملي کولو لپاره کار وکړي.