کشمیر کې زلزلې پښتانه هم اغېزمن کړي
په کشمير کې شوې زلزلې له وجې د صوابۍ د يوې کورنۍ څلور غړي هم ژوبل شوي دي.د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر د مير پور ضلعې په ډسټرکټ هېډ کوارټر روغتون کې دا وخت ۸۳ ژوبل کسان داخل دي چې علاج يې روان دی. په ژوبلو کسانو کې د صوابۍ له امبار سيمې سره تعلق لرونکي د يوې کورنۍ څلور غړي هم شامل دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ.ویډیو: عمران یونس