د هلمند په ګرشک کې ټرافيکي پېښې ۴ کسان ووژل
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، په دې ټکر کې چې د ګرشک په آب پاشک سيمه کي د موټرسايکل او ټېلر ترمنځ شوی، دوه مېرمنې او دوه نارينه وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.
ځواک ازادي راډيو ته وويل چې پېښه د ټېلر موټر د چلونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
ټکر نن له غرمې وروسته شوش دش.