د یورو اشیا د پارلماني مشرانو غونډه نن په قزاقستان کې پيلېږي
د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو پلاوی له افغانستانه هم دې غونډې ته ورغلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني تېره ورځ له خپل قزاقستاني او قطري سیالانو او ځینو نورو چارواکو سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې بحث کړی.
له خپل قزاقي سیال نورلان نغمتولین سره په لیدنه کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني له قزاقستانه د لوړو زده کړو، بنسټیزو پروژو او په سوداګریزو چارو کې د همکارۍ د لا زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د اروپا او اسیا د ۵۹ هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو څلورمه غونډه له یو بل سره د اړیکو د جوړولو او د هېوادونو د همکاریو په زیاتېدو څرخېږي.