دولتي ځواکونو د غزني جغتو ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند نن (یکشنبه، وږي ۳۱مه) آزادۍ راډیو ته وویل، جغتو چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه، د پوځي عملیاتو په لړ کې بېرته د دولت لاسته ولوېده.
هغه زیاته کړه: "د مبین په نوم د عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته ډېر تلفات اوښتي چې دقیقه شمېره به یې وروسته خپره شي. د جغتو ولسوالۍ له آزادېدو سره مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ هم د غزني له مرکز سره ونښلول شوې."
ښاغلي مومند وویل، د مبین د عملیاتو بل پړاو به د غزني د یو نمبر لویې لارې خلاصولو په هدف ډېر ژر پيل شي.
په وروستیو اونیو کې دولتي ځواکونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ځینې ولسوالۍ د طالبانو له ولکې خلاصې کړې دي.
د بدخشان وردوج او یمګان ولسوالۍ چې له تېرو څلور او پنځو کلونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، دوه اونۍ وړاندې دولتي ځواکونو بېرته ونیولې.