د کابل پولیسو د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړې
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د سنبلې د میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شرابو یوه کارخانه ویجاړه کړه او له دې کارخانې څخه يې ۱۵۶ لیټره شراب هم ترلاسه کړل.
ښاغلي فردوس زیاته کړه چې پولیسو په څو نورو بېلابېلو عملیاتو کې د کابل ښار له څو ناحیو څخه د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور دیارلس کسان نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي.