کندهار کې هوايي برید۱۰ طالبان وژلي دي
د کندهار دوالي ویاند بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه طالبان تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
ښاغلي احمدي وویل چې دغو وسله والو غوښتل د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي خو پلان یې افشا شو او پخپله ووژل شول.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات ډېر شوي دي.
امریکايي چارواکو او په تېره بیا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر طالبانو د پوځي فشار ډېرولو خبره کړې.
ښاغلي ټرمپ د مذاکراتو لغوه کېدو ته اشارې پرون (سپټمبر ۲۰مه) ویلي چې وسله والو طالبانو سخته اشتباه وکړه او داسې سخت وهل شوي چې په ۱۹ کلنې جګړه کې ساری نه لري.
د افغانستان حکومت هم د طالبانو پروړاندې خپل عملیات ډېر کړي دي.