چارواکي: په لوګر کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی
د لوګر والي محمد انور اسحق زي پرون د سپټمبر په نولسمه ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د بهرنیو ځواکونو پر موټرو شوې وه خو هغوی ته تاوان نه دی رسېدلی.
چاودنه پرون ماښام د پل علم ښار په خضر بازار کې شوې ده.
وسله والو طالبانو د حملې مسئولیت منلی دی.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په حمله کې ۸ بهرني ځواکونه وژل شوي دي.
نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي
د یوه بل خبر له مخې د لوګر د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمع الله اتل پرون د سپټمبر په نولسمه په راکټي حمله کې زخمي شوی دی.
په دې حمله کې د هغه درې ساتونکي هم زخمیان شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص ازادي راډیو ته وویل چې د حملې پر مهال سميع الله اتل خپله دنده ترسره کوله.
د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
وسله والو طالبانو د دې راکټي حملې مسؤلیت هم منلی دی.