ډونالد ټرمپ: چمتو یو د عربستان پر نفتي تاسیساتو برید تلافي کړو
د تېرې شنبې ورځې برید له امله د سعودي عربستان د نفتو د تولید کچه نیم په نیمه راښکته شوې ده.
ولسمشر ټرمپ پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل:" د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو برید شوی، دلیل شته چې باور وکړو ګرم څوک دی، په تمه یو چې له سعودي عربستان څخه یې واورو چې په باور یې دا حمله به چا کړې وي او دا چې تر کومو شرایطو لاندې اقدام کولی شي. "
د سعودي عربستان د ارامکو د نفتو لوی شرکت ویلي چې تر برید وروسته دغه هیواد د نفتو تولید په ورځني ډول ۵ اعشاریه ۷ ملیونه بېرلو ته راښکته کړی دی. له دې سره په نړیواله کچه د نفتو بیه په بېسارې ډول لوړه شوې ده. سعودي د نړۍ ۱۰ سلنه تېل تولیدوي.
د تېرې شنبې ورځې برید د ارامکو په نفتي تاسیساتو کې د پراخې اورلګېدنې سبب شو.
ددغه برید مسوولیت حوثي یاغیانو پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې د ۱۰ ډرون الوتکو په وسیله یې د عربستان د نفتو اصلي تاسیسات په نښه کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ ویلي و چې تراوسه ایران پر عربستان سل بریدونه کړي او داسې کومه نښه نشته چې دغه برید دې د یمن له خاورې شوی وي.