یونسېف په شخړو کې د وژل کېدونکو ماشومانو په اړه عامه یادونه وکړه
د بشري مرستو په یو وروستي راپور کې یونسېف ویلي، تېر کال په نړۍ کې تر ۱۲۰۰۰ زیات ماشومان د جګړو په سیمو کې یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
دا له هغې راوروسته چې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه کړکېچونو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې څار پیل کړی، تر ټولو لوړ شمېر دی.
د یونسېف د اداري اجرایوي مشرې هینریتا فور ویلي، د یونیسف د ښوونځي بکسونه تل د هېلې او د ماشومتوب د امکاناتو یو سمبول و.
په دوو اوونیو کې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې راټولېږي او د ماشوم د حقونو د کنوانسیون درېرشمه کلیزه نمانځي.
ددې ادارې په وینا، په نړۍ کې له څلورو څخه یو ماشوم په هغو هېوادونو کې اوسي چې کړکېچونو او یا طبیعي افتونو اغېزمن کړي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان، مرکزي افریقا جمهوریت، سومالیا، جنوبي سوډان، سوریه، یمن او ډېرو نورو هېوادونو کې ماشومان د روانو جګړو تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.