ولسمشر غني په کابل کې د هند له سفیر سره په سوداګریزو اړیکو غږېدلی
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، ښاغلي غني د افغانستان د زېربنايي پروژو په برخه کې د هند همکاري ګټوره بللې او ویلي یې دي چې هند د افغاني محصولاتو په ځانګړي توګه د تازه مېوو لپاره اوسمهال ښه بازار دی.
په کابل کې د هند سفیر ویني کومار ولسمشر غني ته د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد به یې د افغانستان سوداګرو ته د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.