چارواکي: د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي
د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد پولیس هغه مهال وژل شوي، کله چې تېره شپه لسکونه وسله والو طالبانو په دره سنجد سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
قوماندان وايي، د یادې جګړي پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې په اړه یې کره معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.