د سعودي په مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثيانو يو پوځي هدف بمبار کړى
يو حوثي ياغي وايي، په دې بمبارۍ کې چې په دمار ښار کې پر يوه توقيفځاى شوې، لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي دي.
د الحديري په نوم يوه حوثي المسيره ټلويزيون ته چې د حوثي ياغيانو پلوي کوي، په خبرو کې ويلي: له نړېدلې ودانۍ ٦٠ مړي ترلاسه شوي او ٥٠ کسان ټپيان شوي دي.
د يمن لپاره د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر فرانز راخون شټاين ويلي، دى د وضعيت د ارزونې لپاره دمار ښار ته روان دى.
له کله چې سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو د ٢٠١٥ میلادي کال په مارچ مياشت کې په يمن کې جګړه پيل کړې، تر ١٠ زرو زيات کسان وژل شوي چې دوه پر درېيمه برخه يې ملکيان دي.
ډېرى مرګ ژوبله د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په هوايي حملو کې اوښتې ده.