چارواکي : د کندز پر ښار د طالبانو برید پر شا تمبول شوی
د چارواکو په خبره چې د کندز ښار پر امنیتي پوستو له څو خواوو د وسله والو طالبانو پیل شوی برید د شپې له یوې نیمې بجې پیل او تر ۴نیمو یې دوام وکړ.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادي راډيو ته وویل چې برید پر شا تمبول شوی او او په سیمه کې تازه دمي ځواکونه ځای پرځای شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا وسله وال طالبان د کندز ښار په برید کې د امنیتي پوستو د نیولو او د وسلو د لاسته راوړلو ترڅنګ د ګڼو افغان ځواکونو د وژلو او نیولو ادعا کوي.