خوستي او وزیرستاني مشران: پښتانه، نه ترهګر دي، نه یې ملاتړي
د اګست پر ۲۶مه د خوست او وزیرستان لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له نړیوالو وغوښتل، چې د کرښې په دواړو غاړو کې پر پښتنو د تپل شویو جګړو او نورو ناخوالو په مخنیوي کې ورسره همکاري وکړي.