د افغانستان کرکټ بورډ خپل ۴۳ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل
د افغانستان کرکټ بورډ د بودجې د کمښت او کاري کیفیت د رامنځته کولو په هدف خپل ۴۳ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدام د دغې ادارې د کارکوونکو پر تشکیل له بیا کتنې وروسته شوی دی.
د ښاغلي هوتک په خبره، د کرکټ بورډ د بشري سرچینو د پرېکړې پر بنسټ ياد ۴۳ کسان په تشکیل کې اضافي وګڼل شول او قراردادونه ورسره پای ته ورسول شول.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ياد شمېر کسانو معاشونه په میاشتني ډول يو میليون افغانیو ته رسېدې چې د نوې تګلارې له مخې به دغه اندازه پیسې پر تخنیکي او رغنیزو چارو ولګول شي.