د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن هېواد ته راستنېږي
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې شپږم مقام خپل کړ او په روانو سیالیو کې يې سفر پای ته ورسېده.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شوې وې، وتوانېده چې د بنګله دېش په وړاندې بریا خپله کړي، خو د ازبکستان، ترکمنستان او نیپال په وړاندې يې ماته ومنله.
د یادولو وړ ده چې د دې سیالیو د ۲۰۱۴ کال په لوبو کې افغانستان درېیم مقال خپل کړی و.