ولسمشر غني د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د سعودي له چارواکو سره وکتل
د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل.
د سعودي عربستان د خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، ولسمشر غني مکې مکرمې ته له رسېدو سره سم د سعودي عربستان له جګپوړو چارواکو سره ولیدل.
د سعودي عربستان يوه ورځپاڼه عرب نیوز وايي چې د افغانستان ولسمشر پرون شنبه په رسمي سفر جدې ته ورسېد او د دې ولایت والي او د سعودي د سوداګرۍ او پانګونې وزیر یې هرکلی وکړ.
سعودي رسنیو د خپل هېواد له چارواکو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی غني په داسې حال کې سعودي ته تللی چې ویل کېږي، په قطر کې د امریکا او طالبانو خبرې نهايي کېدو ته نږدې شوي دي.