د ايران يوې محکمې کيومرث مرزبان په ٢٣ کاله او ٩ مياشتو بند محکوم کړ
د ايران يوې محکمې ليکوال او طنز ليکونکى کيومرث مرزبان په ٢٣ کاله او ٩ مياشتو بند محکوم کړ.
محکمې دى د امريکا له متحدو ايالتونو سره د همکارۍ تر څنګ په نورو تورونو محکوم کړ.
د مرزبان مدافع وکيل محمد حسين اقاسي پرون ازادي راډيو ته وويل چې موکل يې له يوه متخاصم هېواد سره په همکارۍ، د نظام پرضد په پروپاګند، دغه راز مقدساتو او چارواکو ته په سپکاوي محکوم شوى دى.
اقاسي ويلي، د دې حکم په وړاندې به د استېناف غوښتنه وکړي او دده په خبره، موکل يې د طنزي مطالبو له ليکلو او په رسنيو کې يې د هغوى له خپرولو پرته بل څه نه دي کړي.
که د دې حکم استېناف غوښتنه تأييد هم شي، دغه ٢٨ کلن ليکوال به بيا هم ١٠ کاله بند کې تېروي.
په واشنګټن کې دېره د بشري حقونو د کمپاين دفتر وايي، مرزبان په ٢٠٠٩ میلادي کال کې له ايرانه ووت، خو اته کاله وروسته بېرته ايران ته لاړ، څو خپله ناروغه انا وګوري چې د تېر کال په سپټمبر مياشت کې ونيول شو.