طالبانو د سمنګان د ولايتي شورا يو غړى سید عبدالحلیم اغا وژلی
د سمنګان د ولايتي شورا يو غړى سید عبدالحلیم اغا د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.
چارواکي وايي، عبدالحليم اغا پرون له خپلو څلورو ملګرو سره د بغلان ولايت په چشمه شېر سيمه کې تښتول شوى و.
د سمنګان د ولايتي شورا رئيس راز محمد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ولايتي شورا غړى سيد عبدالحليم اغا او يو ملګرى يې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت دا پېښه تأييد کړه او ويلي يې دي چې د دغو کسانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
دا هم معلومه نه ده چې پاتې تښتول شوي کسان په څه وضعيت کې دي.