په غزني کې د مېرمنو لپاره د مېرمنو له خوا کافي شاپ جوړ شو
په غزني ولایت کې د مېرمنو لپاره د مېرمنو له لوري کافي شاپ جوړ شو.
د دغه کافي شاپ مسؤلې معصومې زرین په سیمه کې خبریالانو ته ویلي دي چې د دغه ډول کوچنیو کاروبارونو په جوړولو سره د مېرمنو په اقتصادي وضعیت کې پراخه بدلون رامنځته کېدای شي.
اغلې زرین دا هم ویلي چې په غزني ښار کې دا لومړنی کافي شاپ دی چې د مېرمنو له لوري د مېرمنو لپاره ځانګړی جوړېږې.
هغې دا هم ویلي چې په دې کافي شاپ ټول نږدې څلور زره ډالر لګښت راغلی دی او دا تمه لري چې په اقتصادي وضعیت کې به يې بدلون رامنځته شي.