دفاع وزارت: داعش ډله په افغانستان کې له ستوني نیول شوې
د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د داعش په ګډون د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې یې بریدونه دوام لري چې د خلکو امنیت ګواښي.
ده وویل: چې څومره داعش قوي شي، په ننګرهار او ټول مشرقي کې چې دوی ویل په ډېر قوت راپورته شوي، خو ملا یې ماته شوې، په دې مانا چې دوی له ستوني نیول شوي دي.
ښاغلي احمدزي که څه هم په افغانستان کې د داعش وسله والو د فعالیت سیمې او د هغوی دقیق شمېر یاد نه کړ، خو ویې ویل چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د نفوذ ساحې محدودې او شمېر یې کم شوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه داعش ته د یوه احتمالي خطر په سترګه ګوري چې باید مخه یې ونیول شي.