هغه ایرانۍ معترضې خوشې شوې چې د نارینهوو جامو کې یوه لوبغالي ته تللې وې
دا خبر د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوې څېړونکې، تارا سپهري فرپرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټويټر خپور کړی دی.
د هغې په وینا، پر نیول شویو ښځو تور لګېدلی و چې په غیر قانوني ډولیې ورزشي لوبغالو ته د ورننوتلو هڅه کړې وه او په ضمانت خوشې شوې دي.