خامنهاي: د سعودي په مشرۍ ائتلاف پر ضد د حوثيانو ملاتړ ته دوام ورکوو
د سعودي په مشرۍ ائتلاف د یمن د پرځول شوي حکومت د بیا واکمنولو لپاره جګړه پیل کړې.
خامنهاي پرون په خپله وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپروله همداراز په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه.
د یمن په څلور کلنه جګړه کې لسګونه زره کسان وژل شوي او دا هېواد یې د لوږې او قحطۍ تر بریده رسولی دی. خامنهاي سعودي عربستان تورن کړ چې د یمن د تجزیې پلان لري.
ایران پلوي حوثي یاغیان د یمن پر پلازمېنه صنعا او د دې هېواد پر ډېری بېوزلو، خو د ډېرو وګړو لرونکو سیمو واکمن دي.
د یمن کړکېچ ته د شیعه ایران او سني عربستان ترمنځ د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېږي.