په ایران کې یو تن له عمرقید بنده په تېښته کاناډا ته رسېدلی
یو ایرانی چې د کاناډا دایمي اقامت یې درلود، په ایران کې له عمر قید بنده په تېښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی دی.
سعید ملک پور چې د غیر اخلاقي ویبپاڼې د چلولو په خاطر په عمرقید محکوم شوی و، په ایران کې ۱۱ کاله بند تېر کړ.
نوموړی د ۲۰۰۸ میلادي کال په ډېسمبر کې هغه مهال ونیول شو چې له خپل ناروغ پلار سره ایران ته لاړ.
په پیل کې ملک پور ته د اعدام سزا وټاکل شوه، خو وروسته یې سزا کمه او په عمري قید بدله شوه.
د ملک پور خور پر ټوېټر تأیید کړې چې ورور یې کاناډا ته ستون شوی دی.