خلیزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه کتنې پای ته رسولي
خلیلزاد په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې له عمران خان، شاه محمود قریشي او جنرال باجوه سره په کتنو کې یې واشنګټن ته د پاکستان د صدراعظم د سفر او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړي دي.
ده همداراز ویلي چې پاکستاني مشرانو ته یې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه معلومات ورکړي او له هغوی سره یې د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستندوی رول او دا چې پاکستان نور څه مثبت ګامونه اخیستلی شي، خبرې کړي دي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې سوله د افغانستان او پاکستان باوري تضمین ته اړتیا لري چې د هېڅ یوه خاوره به د بل پر ضد نه کارول کېږي.