چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي
د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري نن جمعه رسنیو ته وویل چې دا کسان په هغو بریدونو کې ووژل شول چې تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د ده یک ولسوالۍ په سکو او اډه کلیو کې وشول.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.