شمالي کوریا نن دوه نور لنډ واټن ویشتونکي راکټونه ازمویلي
دا په یوه اوونۍ کې دوهم وار دی چې شمالي کوریا راکټونه ازمويي.
تېر وار د جولای په ۲۵مه شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي یو راکټ ازمویلی و چې ګڼ غبرګونونهیې وپارول.
نن د جَنوبي کوریا چارواکو تأیید کړې چې د شمالي کوریا دواړه بالیستیک راکټونو ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۵۰ کیلومتره واټن وهلی دی.