صدیقي: امریکا به د افغانستان شرایطو ته په کتو خپل عسکر کموي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن د جولای په دېرشمه پر ټوېټر لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته په وروستي سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې د امریکا د حکومت ستراتيژي د افغانستان په اړه نه ده بدله شوې.
مایک پامپیو د جون په پنځه ویشتمه په کابل کې و او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې خبرې وکړې.