په کندهار کې د موټرسايکل بم چاودنې ۳ کسان ووژل او ۲۳ نور ټپيان دي
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې بمي چاودنه نن تر غرمې مخکې د سپين بولدک ولسوالۍ د بازار د مرکزي جومات مخې ته هغه وخت رامنځته شوه چې یوه وسله وال غوښتل چې موټرسایکل بم انتقال کړي.
د هغه په خبره چې په دغه پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
بارکزی وايي، وژل شوي ټول ماشومان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.