د پروان د سیاه ګرد اوسېدونکو د هوایي بریدونو له امله اعتراض وکړ
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن د جولای په ۲۹مه اعتراض وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغوی ادعا کوله چې په بمبارۍ کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي چې دوه کوچنیان هم په کې شامل دي.
خو د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې د سیاه ګرد ولسوالۍ په دره قمچاق کې د صفر یک قطعې په عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وحیدې شهکار وویل چې په دې عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي دي.